د روژې د مبارکې مياشت د هرې ورځې دعاګانې

د روژې د مبارکې مياشتې د ورځو د دعاګانو په حقله له حضرت ابن عباس (رض) نه روايت دے چې د خداے ګران رسول (ص) د روژې د هرې ورځې لپاره ډېر فضيلت بيان کړے دے او د هرې ورځې د فضيلت لرونکې دعا لپاره يې ډېر ثوابونه فرمائيلی دی چې دلته هغه اصل دعاګانې وړاندې کوو:

د وړومبۍ ورځې دعا:

اَللّهُمَّ اجْعَلْ صِيامى‏ فيهِ صِيامَ الصَّآئِمينَ، وَقِيامى‏ فيهِ‏ قيامَ الْقآئِمينَ، وَنَبِّهْنى‏ فيهِ عَنْ نَوْمَةِ الْغافِلينَ، وَهَبْ لى جُرْمى‏ فيهِ‏ يا اِلهَ الْعالَمينَ، وَاعْفُ عَنّى‏ يا عافِياً عَنِ الْمُجْرِمينَ

اے خدايه! په دې مياشت کښې زما روژه د حقيقی روژه نيوونکو روژه وګرځوې او شپې وروڼې کونې مې هم د حقيقی شپې وروڼې کوونکو په شان وګرځوې او پکښې مې د غافلانو له خوب نه بېدار ولرې او زما جرم راته وبخښې اے د عالمينو معبوده! او ما ته معافی وکړې اے د مجرمانو معاف کوونکيه!

د دويمې ورځې دعا:

اَللّهُمَ‏ قَرِّبْنى‏ فيهِ اِلى‏ مَرْضاتِكَ، وَجَنِّبْنى‏ فيهِ مِنْ سَخَطِكَ وَنَقِماتِكَ، وَوَفِّقْنى‏ فيهِ لِقِرآئِةِ اياتِكَ، بِرَحْمَتِكَ يا اَرْحَمَ الرَّاحِمينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې ستا د رضا د اسبابو لور ته نزدې کړې او پکښې مې ستا له غصې او عذاب نه لرې وساتې، او پکښې مې ستا د قران مجيد د ايتونو په تلاوت کوولو کښې بريالے کړې د خپل رحمت په خاطر اے تر ټولو زيات رحم کوونکيه!

د دريمې روځې دعا:

اَللّهُمَّ ارْزُقْنى‏ فيهِ الذِّهْنَ وَالتَّنْبيهَ، وَباعِدْنى‏ فيهِ مِنَ السَّفاهَةِ وَالْتَّمْويهِ، وَاجْعَلْ لى نَصيباً مِنْ كُلِّ خَيْرٍ تُنْزِلُ فيهِ، بِجُودِكَ يا اَجْوَدَ الْأَجْوَدينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې تېز هوش او بېداری نصيب کړې او پکښې مې لرې وساتې له بې وقوفۍ او غلطيانو نه، او له هر هغه  خېر څخه چې په دې مياشت کښې يې نازل کړې زما لپاره نصيبه وګرځوې د خپل جود او کرم په خاطر اے تر ټولو زيات کرم کوونکيه!

د څلورمې ورځې دعا:

اَللّهُمَّ قَوِّنى‏ فيهِ عَلى‏ اِقامَةِ اَمْرِكَ، وَاَذِقْنى‏ فيهِ‏ حَلاوَةَ ذِكْرِكَ، وَاَوْزِعْنى‏ فيهِ لِأَدآءِ شُكْرِكَ بِكَرَمِكَ، وَاحْفَظْنى‏ فيهِ‏ بِحِفْظِكَ وَسَِتْرِكَ، يا اَبْصَرَ النَّاظِرينَ.

اے خدايه ما ته په دې مياشت کښې ستا د فرمان او حکم د قائمولو توفيق راکړې او ستا د ذکر خوږوالے راباندې وڅکې او راته په دې مياشت کښې ستا د شکرګزارۍ ادا کول رازده کړې د خپل کرم په خاطر او پکښې مې حفاظت وکړې د خپل حفاظت کوونې په خاطر اے تر ټولو زيات کتونکيه!

د پنځمې ورځې دعا:

اَللّهُمَّ اجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ‏ الْمُسْتَغْفِرينَ، وَاجْعَلْنى‏ فيهِ مِنْ عِبادِكَ الصَّالِحينَ اْلقانِتينَ، وَاجْعَلنى‏ فيهِ مِنْ اَوْلِيآئِكَ الْمُقَرَّبينَ، بِرَأْفَتِكَ يا اَرْحَمَ الرَّاحِمينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې وګرځوې له مغفرت غوښتونکو څخه او پکښې مې وګرځوې ستا له نېکو او منونکو بندګانو څخه، او پکښې مې وګرځوې ستا له نزدې اولياؤ څخه د خپلې مهربانۍ په خاطر اے تر ټولو زيات مهربانه!

د روژې د شپږمې ورځې دعا:

اَللّهُمَ‏ لا تَخْذُلْنى‏ فيهِ لِتَعَرُّضِ مَعْصِيَتِكَ، وَلاتَضْرِبْنى‏ بِسِياطِ نَقِمَتِكَ،وَزَحْزِحْنى‏ فيهِ مِنْ مُوجِباتِ سَخَطِكَ، بِمَنِّكَ وَاَياديكَ، يا مُنْتَهى‏ رَغْبَةِ الرَّاغِبينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې د نافرمانۍ په وجه خوار مۀ کړې او د خپل عذاب په تازيانو مې و نه وهې او د خپل قهر او غضب له اسبابو نه مې لرې وساتې د هغې نعمت بخښنې او مهربانۍ په خاطر چې د بندګانو په حقله يې لرې، اے د مشتاقانو تر ټولو اخيری اشتياقه!

د اومې ورځې دعا

اَللّهُمَّ اَعِنّى‏ فيهِ عَلى‏ صِيامِهِ وَقِيامِهِ، وَجَنِّبْنى‏ فيهِ مِنْ هَفَواتِهِ وَ اثامِهِ، وَارْزُقْنى‏ فيهِ ذِكْرَكَ بِدَوامِهِ،بِتَوْفيقِكَ يا هادِىَ الْمُضِلّينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې ملګرتيا وکړې په روژه نيولو او د شپې روڼولو کښې او په دې مياشت کښې مې د هغې له خطاګانو او ګناهونو نه وساتې او پکښې مې په دوامداره او پرله پسې توګه ستا ذکر نصيب وګرځې د خپل توفيق په خاطر اے د بې لارو لارښوونکيه!

د اتمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ ارْزُقْنى‏ فيهِ رَحْمَةَ الْأَيْتامِ، وَاِطْعامَ اْلطَّعامِ، وَاِفْشآءَ السَّلامِ، وَصُحْبَةَ الْكِرامِ، بِطَوْلِكَ يا مَلْجَاَ الْأمِلينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې مهربانی کونه په برخه کړې د يتيمانو په اړه، د خوراک ورکولو په اړه او په څرګنده د سلام کولو په اړه او له کريمانو سره د انډيوالۍ په اړه د خپل فضل او کرم په خاطر اے د ارزو لرونکو پناه!

د نهمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ اجْعَلْ لى‏ فيهِ نَصيباً مِنْ رَحْمَتِكَ‏ الْواسِعَةِ، وَاهْدِنى‏ فيهِ لِبَراهينِكَ السَّاطِعَةِ، وَخُذْ بِناصِيَتى‏ اِلى مَرْضاتِكَ الْجامِعَةِ، بِمَحَبَّتِكَ يا اَمَلَ الْمُشْتاقينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې زما لپاره ستا له پراخه رحمت څخه برخه مې په نصيب کړې او په دې مياشت کښې مې لارښوونه وکړې ستا د روښانه دليلونو په لور او ستا د هر اړخيزې رضامندۍ په لور مې لارښوونه کړې ستا د مينې او محبت په خاطر اے دﻻ مشتاقانو ارزو!

د لسمې ورځې دعا

اَللّهُمَ‏ اجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْمُتَوَكِّلينَ عَلَيْكَ، وَاجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْفآئِزينَ لَدَيْكَ،وَاجْعَلْنى‏ فيهِ مِنَ الْمُقَرَّبينَ اِلَيْكَ، بِاِحْسانِكَ يا غايَةَ الطَّالِبينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې په تا باندې له توکل کوونکو څخه وګرځوې او پکښې مې ستا د درګاه له نېکمرغانو او خوشخبتانو څخه وګرځوې او پکښې مې د خپلې درګاه له نزدې کسانو څخه وګرځوې، د خپل احسان په خاطر اے د لټوونکو تر ټولو اخيری هدفه!

د يولسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ حَبِّبْ اِلَىَّ فيهِ الْأِحْسانَ، وَكَرِّهْ اِلَىَّ فيهِ الْفُسُوقَ‏ وَالْعِصْيانَ، وَحَرِّمْ عَلَىَّ فيهِ السَّخَطَ وَالنّيرانَ، بِعَوْنِكَ يا غِياثَ‏ الْمُسْتَغيثينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې له احسان اونېکۍ سره مينه پېدا کړې او پکښې مې کرکه پېدا کړې له نافرمانۍ او ګناه څخه او په دې مياشت کښې راباندې حرام کړې قهر اواور د خپلې مرستې په خاطر اے د فرياد کوونکو فرياد اورېدونکيه!

د دولسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ زَيِّنّى‏ فيهِ بِالسَِّتْرِ وَالْعَفافِ، وَاسْتُرْنى‏ فيهِ بِلِباسِ الْقُنُوعِ وَالْكِفافِ، وَاحْمِلْنى‏ فيهِ عَلَى الْعَدْلِ وَالْأِنْصافِ، وَ امِنّى‏ فيهِ مِنْ كُلِّ ما اَخافُ، بِعِصْمَتِكَ يا عِصْمَةَ الْخآئِفينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې ما له ګناه نه د بچ کېدو او پاکلمنۍ په کالو سره سينګار کړې او پکښې مې د قناعت او بسنې په جامه پټ کړې او پکښې مې په عدل او انصاف کولو باندې مجبور کړې او پکښې مې له ټولو هغو څيزونو څخه چې زۀ ترې ويرېږم په امان کښې وساتې، اے د ويرېدونکو ساتندويه!

د ديارلسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ طَهِّرْنى‏ فيهِ مِنَ الدَّنَسِ وَالْأَقْذارِ، وَصَبِّرْنى‏ فيهِ عَلى‏ كآئِناتِ‏ الْأَقْدارِ، وَوَفِّقْنى‏ فيهِ لِلتُّقى‏ وَصُحْبَةِ الْأَبْرارِ، بِعَوْنِكَ يا قُرَّةَ عَيْنِ‏ الْمَساكينَ.

اے خدايه په دې مياشت کښې مې پاک کړې له ککړتياؤ او ګندګېو څخه او راته صبر راکړې په هغو مقدراتو باندې چې کېدونکی دی په دې مياشت کښې مې په پرهېزګارۍ کښې او له نېکانو سره په ناسته پاسته کښې کامياب کړې د خپلې مرستې په خاطر اے د مسکينانود سترګو رڼا!

د څوارلسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ لا تُؤاخِذْنى‏ فيهِ بِالْعَثَراتِ وَاَقِلْنى‏ فيهِ‏ مِنَ الْخَطايا وَالْهَفَواتِ، وَلا تَجْعَلْنى‏ فيهِ غَرَضاً لِلْبَلايا وَالْأفاتِ، بِعِزَّتِكَ يا عِزَّ الْمُسْلِمينَ.

اے خدايه ! په دې مياشت کښې مې په لعزشونو او خوېدلو باندې و نۀ نيسې او پکښې مې له خطاګانو او لعزشونو څخه وساتې او پکښې مې د مصيبتونو او افتونو نښه ومه ګرځې، ستا د عزت په خاطر اے مسلمانانو ته عزب بخښونکيه!

د پنځلسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ ارْزُقْنى‏ فيهِ طاعَةَ الْخاشِعينَ، وَاشْرَحْ فيهِ صَدْرى‏ بِاِنابَةِالْمُخْبِتينَ، بِاَمانِكَ يا اَمانَ‏ الْخآئِفينَ.

اے خدايه ! په دې مياشت کښې مې د خاشعينو اطاعت په برخه کړې او سينه مې خلاصه کړې ستا په لور ستنېدو ته د خاشعانو د ستنېدو په شان، ستا د امان بخښنې په خاطر اے د ويرېدونکو ته امان بخښونکيه!

د شپاړسمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ وَفِّقْنى‏ فيهِ لِمُوافَقَةِ الْأَبْرارِ، وَجَنِّبْنى‏ فيهِ مُرافَقَةَ الْأَشْرارِ، وَآوِنى‏ فيهِ بِرَحْمَتِكَ اِلى‏ دارِ الْقَرارِ، بِاِلهِيَّتِكَ‏ يا اِلهَ الْعالَمينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې له نېکانو سره په ملګرتيا کښې کامياب کړې او پکښې مې له ورانکارو سره له ملګرتيا څخه لرې وساتې او پکښې راته د خپل رحمت په وسيله د قرار او ارامښت په کور کښې ځاے راکړې، د خپل معبوديت په خاطر، اے د نړيوالو معبوده!

د اولسمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ اهْدِنى‏ فيهِ لِصالِحِ الْأَعْمالِ، وَاقْضِ‏ لى‏ فيهِ الْحَوآئِجَ وَالْأمالَ، يا مَنْ لا يَحْتاجُ اِلَى التَّفْسيرِ وَالسُّؤالِ، يا عالِماً بِما فى‏ صُدُورِ الْعالَمينَ، صَلِّ عَلى‏ مُحَمَّدٍ وَ الِهِ الطَّاهِرينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې لارښوونه وکړې د نېکو کارونو په لور او پکښې مې حاجتونه او سوالونه قبول کړې اے هغه ذاته چې تشريح او سوال ته اړتيا نۀ لرې،اے هغه ذاته چې په هر هغه څه خبردار يې چې د نړيوالو په زړونو کښې دی، درود ولېږې په محمد (ص) او د هغۀ په پاک آل باندې

د اتلسمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ نَبِّهْنى‏ فيهِ لِبَرَكاتِ اَسْحارِهِ وَنَوِّرْ فيهِ قَلْبى‏ بِضيآءِ اَنْوارِهِ، وَخُذْ بِكُلِّ اَعْضآئى‏ اِلىَ اتِّباعِ اثارِهِ بِنُورِكَ، يا مُنَوِّرَ قُلُوبِ‏ الْعارِفينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې د پېشمنيو له برکتونو نه خبر کړې او د هغو په رڼا مې زړۀ نورانی کړې او د هغو اثارو په پېروۍ مې ټول اندامونه او غړی وګمارې د خپل نور په خاطر، اے د عارفانو زړونه روښانه کوونکيه!

د نولسمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ وَفِّرْ فيهِ حَظّى‏ مِنْ بَرَكاتِهِ، وَسَهِّلْ سَبيلى‏ اِلى‏ خَيْراتِهِ، وَلا تَحْرِمْنى‏ قَبُولَ حَسَناتِهِ، يا هادِياً اِلَى الْحَقِّ الْمُبينِ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې د دې له برکتونو نه زيات برخه ورکړې او د دې د خېر ښېګړې په لور مې لاره اواره کړې او د دې د خوبيو له قبلولو مې بې برخې مۀ کړې، اے د څرګند حقيقت په لور لارښوونکيه!

د شلمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ افْتَحْ لى‏ فيهِ اَبْوابَ الْجِنانِ، وَاَغْلِقْ عَنّى‏ فيهِ اَبْوابَ‏ النّيرانِ، وَوَفِّقْنى‏ فيهِ لِتِلاوَةِ الْقُرْ انِ، يا مُنْزِلَ السَّكينَةِ فى قُلُوبِ‏ الْمُؤْمِنينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې راته د جنت دروازې خلاصې کړې او پکښې راته د دوزخ دروازې بندې کړې. او د قران په تلاوت کولو کښې مې بريالے کړې، اے د مومنانو په زړونو کښې اطمينان نازلوونکيه!

‏د يوېشتمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ اجْعَلْ لى فيهِ اِلى‏ مَرْضاتِكَ دَليلاً، وَلا تَجْعَلْ لِلشَّيْطانِ فيهِ عَلَىَّ سَبيلاً، وَاجْعَلِ الْجَنَّةَ لى مَنْزِلاً وَمَقيلاً، يا قاضِىَ حَوآئِجِ الطَّالِبينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې زما لپاره د خپلو رضامنديو په موجباتو دليل مقرر کړې او پکښې راباندې د شېطان د مسلط کېدو لاره پېدا مۀ کړې او جنت مې کور او د ارامتيا ځاے وګرځوې، اے د طلب کوونکو د حاجتونو پوره کوونکيه!

د دويشتمې مياشت دعا

اَللّهُمَّ افْتَحْ لى فيهِ اَبْوابَ‏ فَضْلِكَ، وَاَنْزِلْ عَلَىَّ فيهِ بَرَكاتِكَ، وَوَفِّقْنى‏ فيهِ لِمُوجِباتِ مَرْضاتِكَ، وَاَسْكِنّى‏ فيهِ بُحْبُوحاتِ جَنَّاتِكَ، يا مُجيبَ دَعْوَةِ الْمُضْطَرّينَ.

خدايه! په دې مياشت کښې راته ستا د فضل دروازې خلاصې کړې او پکښې راباندې ستا ترکتونه نازل کړې او پکښې مې ستا د رضامنديو په موجباتو بريالے کړې او راته د خپل جنت په مېنځومان کښې ځاے راکړې،  اے د بې چاره او ځپل شويو کسانو د دعا قبلوونکيه!

د درويشتمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ اغْسِلْنى‏ فيهِ مِنَ الذُّنُوبِ، وَطَهِّرْنى‏ فيهِ مِنَ‏ الْعُيُوبِ، وَامْتَحِنْ قَلْبى‏ فيهِ بِتَقْوَى الْقُلُوبِ، يا مُقيلَ عَثَراتِ‏ الْمُذْنِبينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې ګناهونه اوينځې او پکښې مې له عېبونو نه پاک کړې او پکښې مې زړۀ د زړونو په پرهېزګارۍ سره وزمائې، اے د ګناهګارانو په خطاګانو سترګې پټوونکيه!

د څلوريشتمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ اِنّى‏ اَسْئَلُكَ فيهِ ما يُرْضيكَ، وَاَعُوذُبِكَ مِمَّا يُؤْذيكَ، وَاَسْئَلُكَ التَّوْفيقَ فيهِ لِأَنْ اُطيعَكَ وَلا اَعْصِيَكَ، يا جَوادَ السَّآئِلينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې له تا نه هغه څه غواړم چې تۀ پرې راضی کېږې او تا ته پناه وړم له هغه څه نه چې تا ناراضه کوی، او پکښې له تا نه د هغه څه لپاره توفيق غواړم چې اطاعت دې وکړم او نافرمانی دې ونکړم، اے سوال کوونکو ته بخښونکيه!

د پنځويشتمې مياشتې دعا

 اَللّهُمَّ اجْعَلْنى‏ فيهِ مُحِبَّاً لِأَوْلِيآئِكَ، وَمُعادِياً لِأَعْدآئِكَ مُسْتَنّاً بِسُنَّةِ خاتَِمِ اَنْبِيآئِكَ، يا عاصِمَ‏ قُلُوبِ النَّبِيّينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې وګرځوې ستا د دوستانو دوست او ستا د دښمنانو دښمن او ستا د نبيانو د خاتم د سنتو او روشونو پېروکار، اے د نبيانو د زړونو ساتونکيه!

د شپږويشتمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ اجْعَلْ سَعْيى‏ فيهِ مَشْكُوراً، وَذَنْبى‏ فيهِ مَغْفُوراً وَعَمَلى‏ فيهِ مَقْبُولاً، وَعَيْبى‏ فيهِ مَسْتُوراً، يا اَسْمَعَ‏ السَّامِعينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې کوشش او هلې ځلې د مننې او قدرونې وړ وګرځوې او ګناه مې پکښې راته وبخښې او عمل مې پکښې قبول کړې او عېب مې پکښې پټ کړې، اے ترټولو زيات اورېدونکيه!

د اويشتمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ ارْزُقْنى‏ فيهِ فَضْلَ لَيْلَةِ الْقَدْرِ، وَصَيِّرْ اُمُورى‏ فيهِ مِنَ الْعُسْرِ اِلَى الْيُسْرِ، وَاقْبَلْ مَعاذيرى‏، وَحُطَّ عَنّىِ‏الذَّنْبَ وَالْوِزْرَ، يا رَؤُفاً بِعِبادِهِ الصَّالِحينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې د قدر د شپې فضيلت په برخه وګرځوې او پکښې مې چارې له سختۍ نه اسانۍ ته ورګرځوې او عذرونه مې ومنې، او ګناهونه او خطاګانې مې ورژوې او په خپل نېکانو بندګانو باندې مهربانه!

د اتويشتمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ وَفِّرْ حَظّى‏ فيهِ مِنَ النَّوافِلِ، وَاَكْرِمْنى‏ فيهِ بِاِحْضارِ الْمَسآئِلِ وَقَرِّبْ فيهِ‏ وَسيلَتى اِلَيْكَ مِنْ بَيْنِ الْوَسآئِلِ، يا مَنْ لا يَشْغَلُهُ اِلْحاحُ الْمُلِحّينَ

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې له مستحباتو او نوافلو څخه زياته برخه په نصيب کړې او پکښې مې د مسائلو په يادر لرلو و نازوې او پکښې له ټولو وسائلو څخه ستا په لور د زما د نزدېکت وسيله وګرځوې، اے هغه ذاته چې د زاری کوونکو زاری يې نه مشغولوی.

د نهويشتمې ورځې دعا

اَللّهُمَّ غَشِّنى‏ فيهِ بِالرَّحْمَةِ، وَارْزُقْنى‏ فيهِ التَّوْفيقَ‏ وَالْعِصْمَةَ، وَطَهِّرْ قَلْبى‏ مِنْ غَياهِبِ التُّهَمَةِ يا رَحيماً بِعِبادِهِ الْمُؤْمِنينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې په خپل رحمت باندې سرشاره کړې او پکښې مې توفيق او ځان ساتنه په برخه کړې او زړۀ مې پاک کړې د تهمت او تور تيارو نه، اے د په خپلو مومنانو بندګانو باندې مهربانه!

د دېرشمې ورځې دعا

 اَللّهُمَّ اجْعَلْ صِيامى فيهِ بِالشُّكْرِ وَالْقَبُولِ، عَلى‏ ما تَرْضاهُ‏ وَيَرْضاهُ الرَّسُولُ، مُحْكَمَةً فُرُوعُهُ بِالْأُصُولِ، بِحَقِّ سَيِّدِنا مُحَمَّدٍ وَ الِهِ الطَّاهِرينَ، وَالْحَمْدُ للَّهِ‏ِ رَبِّ الْعالَمينَ.

اے خدايه! په دې مياشت کښې مې روژه د قدرونې او منلو وړ وګرځوې او ستا او ستا د رسول (ص) د رضامندۍ وړ وی او د اصولو په وسيله يې فروع محکم او پياوړی وی،زمونږ د آقا حضرت محمد مصطفی (ص) او د هغۀ د پاک آل په خاطر او ټول حمد او ستائېنه خاص الله لره ده چې د عالمينو رب دے.