د ايران د انقلاب ستر لارښود وفرمايل:
| دخواصودنده د شفافو دریځونو غوره کول دي . |
|
|
د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ د فتنې او کړکیچنه فضا کښې د درستو
په تیره بیا د شخصیتونو دنده داده چي شفاف دریځونه غوره کړي او له
دوه مخیزو دریځونو او څرګندونو ډډي وکړي . د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي نن د ایران د سباون لسیزو د کمیټو له مشرانو او د اسلامي تبلغیاتو د غږملتیا د شورا له مسئولانو سره په کتنه کښې وفرمایل دښمنان تل د فضا د شفاف والې مخالف دي ځکه هغوئ د فتنې او کړکیچ په ډکه فضا کښې خپلو هدفونو ته رسیدلاي شي . د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ په اوسنیو شرايطو کښې د نظام درست کورنې سیاسي بهیرونه او ګروهنې باید له دښمن سره خپلي پولي په ډاګه او روښانه کړي او په دغه منځ او مان کښې د شخصیتونو دنده له نورو درنده ده . د اسلامي انقلاب ستر لارښود ډاګینه کړه کله چي د استکبار او ظلم سرغنې او د اسلامي هیوادونو نیواکګر ډګر ته ننوځي او دریځونه غوره کوي نو د دوه اړخیزو او مبهمو څرګندونو کول سم نه دي ، ځکه باید روښانه شي هغه کسان چي د ایران په اسلامي جمهوري نظام کښي دي کوم دریځ لري او آیا چمتو دي چي له دښمنه ځان جلا کړي ؟ د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي وفرمایل کله چي یو شمیر کسان د فتني او کړکیچ په فضا کښې په ژبه اسلام نفې کوي او په عمل کښې هم د نظام جمهوریت نفې کوي او ټاکنې تر پوښتنې لاندي راولي نو له خواصو تمه داده چي خپل دریځونه او پولي معلومي کړي . د رهبرۍ ستر مقام د ایران د اسلامي انقلاب او په تیرو دیرشو کلونو کښې د انقلاب د کلیزي د دستورو مهمه ځانګړنه د اسلامي انقلاب د بڼې موندنې د اصلي عنصر په توګه د خلکو متحد او پراخ شتون او د اسلامي انقلاب اساسي شعارونو ته دهغوئ پایبندي وبلله او ویې فرمایل هر کال د سلواغې په ۲۲ د خلکو ملیونې شتون د خلکو په ایمان د انقلاب د اتکا نښه ده . د اسلامي انقلاب ستر لارښود جوته کړه هر کال ددغه ملیونې او منظم شتون معنا داده چي اسلامي انقلاب او له هغه جوړ نظام په خلکو او د هغوئ په باورونو ولاړ دی او د اسلامي نظام په لړزانه کولوکښې د دښمن د بې وسۍ اصلي دلیل هم همدا موضوع ده . |


د اسلامي انقلاب ستر لارښود ټينګار وکړ د فتنې او کړکیچنه فضا کښې د درستو
په تیره بیا د شخصیتونو دنده داده چي شفاف دریځونه غوره کړي او له
دوه مخیزو دریځونو او څرګندونو ډډي وکړي .
جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا پاکستان د ټلیفون شمیرې 09190490893 همراه اول 09394057122ایرانسل ایمیل pashtoqom@gmail.com