««د سردار قاسم سلیمانی ژوند لیک»»

قاسم سلیمانی د اسفند د میاشتې په شلمه نیټه په کال ۱۳۳۵ کښې د کرمان په یو لری کلي قنات ملک کښې وزیږید. د دولسو کالو په عمر کښې چې لومړۍ زده کړې يې ختمې شوې نو خپل د زوکړی ځای يې پریښود او په کرمان کښې په ګلکارۍ بوخت شو.

کله چې عراق په ایران حمله وکړه هغه جنګ ته لاړ او څه وخت وروسته د خپلو ښاروالو تر بسیجیانو مشر شو او بیا يې د بسیجیانو یو لښکر جوړ کړ چې په ۴۱ ثار الله لښکر په نامه مشهور شو.

هغه د ایران او عراق په جنګ کښې خپل لښکر سره په ډېرو بریدونو کښې لکه والفجر ۸، کربلای ۴، کربلای ۵ او د شلمچې په برید کښې وجنګید.

ادامه نوشته

د قرآن مجید له نظره شاعران

لیکوال: ډاکټر محمدرحیم درانی

د شاعرانو په هکله بیلا بیلې نظریې شتون لري، په ټول کښې دا ویلی شو چې ځینې يې ښه ګڼي او ځینې يې بد. په دې لنډې لیکنې کښې دا هڅه شوې ده چې د قرآن مجید لره نظره او د هغې د تفسیر له نظره شاعرانو ته پام وکړو. دا لیک تر اخره ولولئ چې د شاعرۍ جواز او څرنګوالې یې درته څرګند شي. قرآن مجید په دې باب د سوره شعرا په آخرني څلور آیتونو کښې فرمایی:

 

ادامه نوشته

د پښتو رنګین فلم

د پښتو رنګين فلم "د کنډې زوې" يا د پښتو رنګين فلم "تور ښامار" او داسې نور نومونه، دا هغه نومونه دي چې زمونږ د پښتو په سيمه کښې اوريدې کيږي، که لږ غوندې دې نامو ته ځير شو نو ښکاره به شي چې دا فلمونه او نومونه هغه دي چې د پښتو کلتور سره نيغ په نيغه اړيکه لري او په نورو ټکو به داسې ووايو چې که يو قوم غواړي نورو قومونو ته خپل کلتور Culture خپل عادتونه او خپل رسمونه وښايي نو فلم، ډرامه، وينا، شعرونه، مقالې، کتابونه او نورې ليکنې هغه وسيله او اسباب دي چې ورسره نور قومونه له خپل کلتوره خبرولے شي. په دې لنډه ليکنه کښې په څلور برخو کښې د پښتو د فلمونو په هکله يو څو خبرې کوم اول د پښتنو د کلتور په هکله، دويم د پښتو فلمونو په هکله، په ټولنه کښې د فلمونو ښې او بدې اغيزې او اثرات او په اخري برخه مونږ ته څه پکار دي، دا په ترتيب سره بيانوو:

ادامه نوشته

ایران د پاکستان امنیت دځان امنیت ګڼی

زمونږ خبریال وایی دایران ولسمشر حسن روحانی پرون په تهران کښې د پاکستان دمشرانو جرګې له مشر رضا ربانی سره په کتنه کښې وویل ایران دپاکستان امنیت دځان امنیتی بولی او ټینګار یې وکړ چې دواړه هیوادونه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سیمې د ثبات دتضمینولو بالقوه لری .

ادامه نوشته

هر کلی

د خیبر پښتونخوا ټولو ملګرو ته یو ځل بیا په ځبله پاڼه کې هرکلی وایو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اتومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره له موافقې هر کلی وکړ

محمد جواد ظریف چې د ایران له دوهم چینل تیلویزون سره ژوندۍ مرکه کوله وویل هیله من یم چې دا بیانیه په بشپړ ډول عملي او اجرايي شي تر څو د باور جوړونې زمینه نوره هم مساعده شي او د ایران او آژانس تر منځ کومه نا حل شوې موضوع پاتې نه وي .

ادامه نوشته

دپاکستان حکومت باید دشیعیانو دوژلو ددوام مخه ونیسي

زمونږ خبریال راپورراکړ دایران داسلامی شورا دبهرنی سیاست او ملی امنیت دکمیشن مشر علاءالدین بروجردي دپاکستان داهل تشیع او نورو مظلومو خلکو دوژلو دوام ته په اشارې سره وویل له بده مرغه دپاکستان حکومت دافراطي او پیّلو افکارو ددودیدا په وړاندې دعمل لازم سختوالی او جدیت نه لري .بروجردي دپاکستان په کویټه کې دوروستیو ترهه ګرو پيښو په غندلو سره زیاته کړه دپآکستان حکومت باید ددغه هیواد دشیعیانو دامنیت دتامینولو کې زرترزره لازم تدبیرونه اجرا کړي .

 
ادامه نوشته

د پاکستان په پېښور ښار کې چاودنې څلور کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

د پاکستان په شمال لویدیځ، خییبرپښتونخوا صوبې په مرکز کې د چاودنې له امله یو کس ووژل شو.

زموږ د خبریال د رپوټ له مخې دغه بمي چاودنه نن له غرمې مخکې د پېښور د هشنغرۍ سیمې په بازار کې رامنځ ته شوې چې له امله یې یوکس وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

تر اوسه پورې ددې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.

په حسیني عاشورا کښې اسلامي نړۍ په ویر او ماتم کښې ډوبه ده

ټوله اسلامي نړۍ له حسیني عاشورا سره په یووخت په ویر او ماتم کښې ډوبه ده او داهل بیت مینه وال او ولایت مداره خلک دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دوفاداره ملګروپه غم کښې ماتم کوي . ایرنا خبري اژانس وايي له حسیني عاشورا سره په یوو خت دایران، پاکستان، افغانستان، هندوستان عراق، لبنان، او داسې نوورو اسلامي او غير اسلامي هيوادونو کښې په بیلابیلو سیمو او ښارونو کښې ګڼ شمیر خلکو د ویر دستورې وکړې او دشهیدانو دسالار حضرت امام حسین علیه السلام په غم کښې یې ټټر ووهل او ماتمونه يې وکړل . نن سبا په اسلامي نړۍ  کښې اکثره سیمې په تورو پردو پوښل شوي دي او له هر ځاې څخه د یاحسین او یا ابوالفضل غږونه پورته کیږي اوخلک په جوماتونو او امامباړو کښې د ویر دستورې کوي . له نن سهار څخه د ماتم کونکو دستې سړکونو ته راوتلي دي او له امام حسین علیه السلام سره خپل ارادت نندارې ته وړاندې کوي . داسلامي ایران پلازمینه تهران هم په حسیني عاشورا کښې په ویره او ماتم کښې ډوبه ده او په تهران کښې هر ځاې دشهیدانو دسالار دویر او ماتم دستورې دخلکو په ډیر شتون سره دتر سره کیدا په حال کښې دي چې اوس پاې ته رسیدونکي دي .

د حسينيه کريمه اهلبيت (ع) د جوړيدو لپاره خپلې مرستې مونږ ته راوليږئ

لکه څه رنګ چې تاسو ته معلومه ده په قم کښې د زوارانو د خدمت او د امام حسين عليه السلام د ماتم او داسې نورو مجلسونو او ديني محفلونو ترسره کيدو لپاره يوه امام باړه په جوړيدو ده چې نامه يې حسينيه کريمه اهلبيت(ع) ده، په دې کښې ستاسو د مالي مرستې ضرورت دی، تاسو کولې شئ چې خپلې مرستې مونږ ته د قوم د افرادو په وسيله راورسوئ. په پاکستان کښې مدرسه عسکريه هنګو، يا د قم چې کوم عالمان دي هغوي ته ورکولې شئ او په ايران کښې د جامعه روحانيت خيبر پختونخوا افرادو ته دا مرستې ورکولې شئ.

په درناوي: جامعه روحانيت خيبر پختونخوا ولايت قم ايران