د پښتو رنګین فلم

لیکوال: محمدرحیم درانی

د پښتو رنګين فلم "د کنډې زوې" يا د پښتو رنګين فلم "تور ښامار" او داسې نور نومونه، دا هغه نومونه دي چې زمونږ د پښتو په سيمه کښې اوريدې کيږي، که لږ غوندې دې نامو ته ځير شو نو ښکاره به شي چې دا فلمونه او نومونه هغه دي چې د پښتو کلتور سره نيغ په نيغه اړيکه لري او په نورو ټکو به داسې ووايو چې که يو قوم غواړي نورو قومونو ته خپل کلتور Culture خپل عادتونه او خپل رسمونه وښايي نو فلم، ډرامه، وينا، شعرونه، مقالې، کتابونه او نورې ليکنې هغه وسيله او اسباب دي چې ورسره نور قومونه له خپل کلتوره خبرولے شي. په دې لنډه ليکنه کښې په څلور برخو کښې د پښتو د فلمونو په هکله يو څو خبرې کوم اول د پښتنو د کلتور په هکله، دويم د پښتو فلمونو په هکله، په ټولنه کښې د فلمونو ښې او بدې اغيزې او اثرات او په اخري برخه مونږ ته څه پکار دي، دا په ترتيب سره بيانوو:

د پښتو کلتور

پښتون يو داسې قوم دے چې پت او غيرت، ايثار او قرباني، عزت او درناوې د دوي په خټه کښې اخلے شوے دے، او تر څو چې په پښتون کښې دا صفتونه موجود وي نو پښتون پښتون ګڼل کيږي ځکه چې د پښتو يوه معنی غيرت ده او نور ټول ښه صفتونه يې همدې صفت ته ګرځي له د د پردې او ناموس خيال ساتل، ميلمستيا، د مظلوم مرسته کول، د ظالم په خلاف پاڅيدل او داسې نور صفتونه ټول هغه موجود وي چې غيرت پکښې وي او کله چې هم انسان بې غيرته شي نو هغه ته پښتون نه شي ويلے. له دې نه علاوه هغه ښه صفتونه چې د خدای په ګران کتاب قران او پيغمبر(ص) په سنتو کښې راغلي دي هغه هم په پښتنو کښې موجود دي او دا څه اوسنۍ خبره نه ده بلکه د يو نقل مطابق کله چې د اسلام پيغام پښتنو ته راورسيد نو دوي وويل: مونږ به ورباندې جرګه او مشوره وکړو، په جرګې کښې يې له پيغام راوړونکي پوښتنه وکړه چې اسلام څه وايي؟ هغه ورته وويل: اسلام وايي چې يو خدای ومنئ او د هغه رسول ومنئ، د پردې او ستر خيال وساتئ، د ميلما عزت وکړئ، د مظلوم مرسته وکړئ او د ظالم مخالفت وکړئ. کله يې دا خبرې واوريدې نو دوي وويل: دا صفتونه خو تر ډېر حده په پښتنو کښې شته خو يوه کلمه پاتې شوه چې ووايو خدای يو دے او محمد(ص) د هغه رسول دے نو دا به هم ومنو. او په دې طريقه ټوله قبيله او قوم په يو ځای مسلمان شو او په پښتنو کښې څوک داسې نه و چې پښتون و خو مسلمان نه و او که اوس داسې کسان شته چې هغه سره د دې چې پښتو وايي او مسلمانان نه دي نو هغه هغه کسان دي چې يا له دې وروسته چې مسلمانان وو د غلطو تبليغاتو په سبب او د اسلام د اصلي اصولو د نه خبريدو په سبب کافران شوي دي او يا د پښتنو په وطن کښې پاتې شوي دي او پښتو يې زده کړې ده.

خبره د پښتو د کلتور په هکله وه لکه څنګه چې مو وويل پښتانه په خټه کښې غيرتمن دي او د تغيرت نتيجه يې دا ده چې د مظلوم مرسته کوي او ظالم سره نفرت کوي او که څوک يې کور ته پناه راوړي نو پناه ورته ورکوي او د سر تر قربانۍ پورې د هغه په ننګ ودريږي لکه خوشحال بابا فرمايي:

د پښتو په ننګ مې ووهله توره

ننګيالې د زمانې خوشحال خټک يم

همدارنګ د پښتنو په صفتونو او کلتور کښې وفاداري، ميړنتوب دے او که دې صفتونو ته ښه فکر وکړو نو دا صفتونه هم د پښتو له معنې چې غيرت ده راوتي دي. ځکه کوم کس چې غيرتي وي هغه ميړنې کيدې شي بې غيرته کس هيڅ کله ميړنې او وفادار نه شي کيدې او کوم کس چې ميړنې او غيرتي نه وي هغه هيڅکله له خپله حقه دفاع نه شي کولے او همدا سبب دے چې په پښتنو باندې چا حکومت ونه کړې شو، که څه هم په ټول بر صغير باندې د انګريزانو حکومت و خو د پښتنو غيرت د دې سبب شو چې انګريز ورباندې حکومت ونه کړې شو او د خوشحال بابا غوندې ميړني پښتانه يې مخې ته ودريږي.

يو بل صفت چې تر ټولو مهم دے او هغه هم د غيرت نتيجه ده او د پښتو په معنې کښې راځي هغه د ناموس غيرت دے هسې خو ډير خلک دا دعوا کوي چې مونږ د ناموس غيرت لرو خو بې ستري او بې حيايي اود پردې پريښودل هيڅکله پښتو او غيرت سره څه سمون نه لري او تر ټولو لوي بې غيرته هغه کس دے چې د ناموس بې غيرته وي او همدا هغه صفت دے چې په اسلام کښې هم ورباندې ډير ټينګار شوے دے چې په دې هکله به نورې خبرې په راتلوونکيو برخو کښې کوو. دا د پښتنو د کلتور او عادتونو ځينې برخې وې چې د اصلي مطلب دويمې برخې ته راشو.

د پښتو فلمونه

په لومړيو کښې چې د پښتو فلمونه ليکل شورو شو نو په يو ښه نيت او ښې اغيزې سره شورو شول او غرض يې هماغه و چې کوم مونږ د دې مقالې په سر کښې بيان کړ يعنې خپلې ټولنې او نورو قومونو ته د خپل کلتور ښودل او خدای دې وبخښي حمزه بابا چې د ځينې فلمونو ليکوال هم   دے هغوي چه کوم  فلمونه ليکل نو غرض يې د پښتون غزت او غيرت ساتل وو لکه څه رنګ چې د هغه په نورو ليکولو مونږ دا څيز په څرګنده ګورو

وايي حمزه خله په خله چې نه شي د رقيب سره

تا ته ده ښکاره چې د پښتو خبرې نورې دي

او بل ځای کښې د غيرت په هکله فرمايي:

زۀ حمزه د خوشحالۍ نه شومه لرې

چې بې ننګه اشنايانو ته نزدې شوم

حمزه بابا نۀ يوازې يو شاعر بلکه يو عالم ليکوال او د خدای لوي عاشق او عارف و.

د پښتو فلمونه نن هم مونږ دا نه وايو چې بيخه له خپل مطلبه او غرضه غړيدلې دي خو دې خبرې ته پام ضروري دے چې لکه څنګه چې په پښتو کښې متل دے چې په ګُړه وژل کيږي نو د زهرو څه حاجت دے. د پښتو فلمونه نن سبا له هغه زهرو ډک شوي دي چې په چينۍ يا ګړې کښې ګډ شوي دي. مونږ په سر کښې د پښتنو کلتور وښوده چې د ټولو صفتونو مجموعه يو صفت و چې هغه غيرت دے او په ټولو غيرتونو کښې لوی غيرت هغه د مسلمانانو او پښتنو لپاره د ناموس غيرت دے دې ته پام که نن سبا مونږ د پښتو فلمونو ته وګورو چې دا غيرت پکښې تر کوم حده پاتې دے ايا په کوم غرض چې دا فملونه شوور شوي وو هماغه غيرت اوس باقي پاتې دے که نه له فلمونو نه يوازې دتجارت يو بازار جوړ شوے دے، په فلمونو کښې اصل غرض د کلتور ښودلو ته تر کوم حده پاملرنه کيږي؟ ايا د تجارت غرض ته زيات کتل کيږي، که د کلتور غرض ته؟ نن که د پښتو فلمونو نه ګانې وباسې، بې پردګي او بې هوده خبرې ترې ليرې کړې نو د ګټې پکښې څو خبرې پاتې کيږي؟ او بيا به د تجارت بازار ورباندې څومره چليږي؟ او له ټولو مهمه خبره او پوښتنه دا ده چې ايا زمونږ کلتور او فرهنګ همدا دے چې کوم د پښتو په فلمونو کښې ښودل کيږي؟ کومه بې غيرتي او د ناموس بې پردګي او غلط کلتور چې زمونږ د پښتو په فلمونو کښې ښودل کيږي هڅې خو نه وي چې  په  دې فلمونو کښې بهرني لاسونه وي او له پښتنو هغه څه اخستل غواړي چې د هغې په سبب هغوي په مونږ حکومت نه شو کولے لکه يوه کيسه ده چې پخوا په عربو مريان او غلامان ساتل او کوم مريې چې به کور کښې زنانه و سره پريښوده هغه به هغه مريې و چې اول به يې خسي کړ او بيا به يې ښځو سره تلو راتلو ته پريښودۀ نو زما په خيال همدا طريقه مونږ سره شورو ده او ورو ورو هغه غيرت په مونږ کښې ختموي چې د کوم په وسيله مونږ تر اوسه پښتانه يو او د دې غيرت په ځاي بايد مونږ ته بل څه راکړي ځکه چې ځای خو خالي نه پاتې کيږي. د هغه ښو صفتونو په ځاي يې مونږ ته بې غيرتي، بې پردګي، د مشرانو عزت نه کول، له خپلو روايتونو اوړيدل او د صحيح غيرت په ځاي راته غلط غيرت لکه د يو بل مړول او يو بل په خودکش دهماکو کښې خورې کول راکړل. ايا غيرت همدا دے او په دې مرګ او ژوبله کښې د پښتو د فلمونو لاس نشته؟ بيشکه چې د پښتو فلمونه په دې لړ کښې بې برخې نه دي ځکه چې د پښتو په فلمونو کښې په سلو کښې پينځه اتيا فلمونه داسې دي چې پکښې ويشتل او مرګ ژوبله وي. هر يو فلم له ټوپکونو او حادثو ډک دے. ايا د پښتو کلتور همدا دے؟ اسلام او پښتو خو د تورې اجازت هله ورکوي چې د دفاع لپاره وي اسلام او پښتو هيڅکله دا اجازت نه ورکوي چې لګيا شه او بې ګناه کسان او تر دې چې ښځې او ماشومان ووژنه. دا کومه پښتو او کوم غيرت دے. ايا په دې غيرت ښودلو کښې د پښتو فلمونه بې برخې دي؟ زۀ دا نه وايم چې همدا يې يوازينې سبب دے ځکه چې غلط حديثونه اوداسې خبرې په اسلام پورې تړل چې د اسلام پاک مخ سره څه اړيکه نه لري هم د دې حالت ذمه وار دي او دا هم بهرنۍ فتنه ده چې اسلام او پښتانه ورسره بدناموي. همدارنګ انټرنيټ، ريډيو او د ټي وي چينلونه هم په دې لړ کښې بې برخې نه دي. خو راځئ چې وګورو کوم څيزونه زمونږ په لاس کښې دي چې مخ نيوه يې وکړو؟ په دې هکله خبرې به په اخرنۍ برخه کښې کوو اوس راځئ چې وګورو دې فلمونو زمونږ په ټولنه کوم اثر کړے دے.

د پښتو د فلمونو اغيزې او اثرات

له وړاندې خبرو تر ډيره حده د پښتو د فلمونو اغيزې او اثرات څرګند شولو خو په کلتوري توګه د هغې ځينې اثراتو ته اشاره کوو، لکه هغه اغيزې چې په ماشومانو يې کوي، هغه اغيزې چې په ښځو او د هغوي په جامو او سينګار يې کوي، هغه اغيزې چې د ځوانانو په تربيت او عقيدوو يې لري، هغه اغيزې چې په دين او د ټولنې په ايمان يې لري بايد ټولو ته جدا جدا پاملرنه وشي.

په ماشومانو د فلمونو اغیزې

د يوې ټولنې په راتلونکي وخت او مستقبل کښې له ټولو زيات اثر د ماشومانو د روزنې او تربيت دے چې د پښتو فلم له کتلو وروسته بايد خپلو ماشومانو ته وګورو چې په هغوي څه اثر کوي؟ تر کوم حده چې ما کتلي دي که ماشومانې جينکۍ دا فلمونه وګوري نو ګډا، نڅا او ډانسونه ترې زده کوي او يوه ماشومه د پښتو د فلم له کتلو وروسته بې له دې چې څوک ورته ووايي ساز اوريدو سره په ګډا کيږي او دا داسې خبره ده چې دليل ته اړتيا نه لري بلکې هر يو کس په دې خبرې په خپله پوهيږي او ليدلې يې شي. او په ماشومانو هلکانو باندې يې هم تاسو اثر ليدلې شئ چې له فلم کتلو وروسته چې په لاس څه ورشي که لرګې وي که کوتک له هغې ټوپک جوړوي او وايي: ډز ډز... او همدا ماشومان زمونږ راتلونکی نسل دی چې د بهرني لاسونو په مرسته ځان مرګي بریدونو ته په آسانۍ تیاریږي، ځکه چې له ماشومتوبه ورسره عادت وي او په فلمونو کې يې لیدلی وي.

په ښځو او ځوانانو باندې د فلمونو اغیزې

که په ښځو باندې د پښتو د فلمونو اثراتو او اغيزو ته ځير شو نو ګورو چې هغوي ترې مکمل فيش زده کوي، هغه فيشن او سينګار چې لويديځ مونږ ته ډالۍ کړے دے او داسې يې مونږ ته راکوي لکه په ګُړه کښې زهر، چې هم خوږ وياو هم زيان رسوونکے، ښځې له دې فلمونو هغه لنډې او تنګې جامې اچول زده کوي چې هغه سينګار اسلام خو پريږده د پښتو غيرت او انساني غيرت سره هم هيڅکله سمون نه لري، هغه ډول او سينګار چې د ځوانانو شهوتونه بيداروي او هغوي د خپل تعليمي غرضونو وروسته پاتې کوي او یو خیالي دنیا ته يې بیايي چې هیڅ کله په لاس نه راځي

د پښتو غیرت

او په همدغه فلمونو کښې له دې هرڅه سره د پښتو او غيرت خبرې هم کيږي خو دا هغه غیرت وي چې بې ځایه غیرت ورته ویلی شو له کومې چې مونږ اسلام منعه کړي یو یعنې د غیرت په نامه قتل، مرګ او ژوبله، يعنې داسې متضاد اود يو بل سره ټکره لرونکےخبرې چې هماغه [په ګُړې کښې د زهرو] مثال دے.

پښتانه دينداره او اسلام سره مينه لروونکي خلک دي ايا دين او پښتو دوي ته دا اجازت ورکوي چې پښتنه پيغله دې د کيمرو او خلکو په وړاندې ګډه شي؟ کله يو پښتون دې حد ته رسي چې په دې راضي شي چې لور خور يې د خلو په وړاندې د خلکو په وړاندې په بربنډو جامو کښې ګډه شي؟ انسان تر هغې پورې په دې نه راضي کيږي تر څو چې بې غيرته او بې پښتو شوې نه وي. نو هم هغه خپل غرض ته راګرځو او هغه دا و چې لکه څنګه مونږ په لومړيو کښې وويل: د لويديځو هيوادونو دا غرض دے چې اول مونږ بې غيرته کړي او بيا راباندې حکومت او برې حاصل کړي. غيرت نه يوازې په پښتو کښې دے بلکې اسلام هم د ناموس غيرت تائيدوي او له غيرته تلو سره سره زمونږ دين هم ورو ورو له منځه ځي او کله چې دين له منځه لاړ نو بيا د دښمن په وړاندې په کوم طاقت سره مقابله کوې. يا خو غلط غيرت ته چې په هغوي خرڅ شوي ملايان او ليډران يې درته ښايي، عمل کوې او د خپل مسلمان ورور وينو به تويه وې او يابه ورته تسليميږې او دا به وايې چې همدا غيرت ښه او غوره دے.

نه يوازې د پښتو فلمونه بلکه داسې ډېر سببونه نور هم دي چې له پښتنو د هغوي غيرت اخلي او ورو ورو يې دې ته تياروي چې هغه زړو غيرتونو او ښو صفتونو ته پاتې خلکو په نظر وکتل شي او وايي چې کلتور او فرهنګ خو دا دے چې کوم انګريزان لري او مونږ خو هسې پاتې خلک يو، تاسو ته پته ده پيرنګيانو ته به يې پيرنګې ولې ويل؟ دا ځکه چې هغوي ځان داسې معرفي کړې و چې مونږ د کلتور او فرهنګ خاوندان يو او نور خلک بې فرهنګه او بې کلتوره دي.

د هندوستان او ترکیې فلمونه او ډرامې

پخوا به یوازې د هندوستان فلمونه وو چې په پټه به چلیدل نن سبا په کور کې کیبل یا ډش لږیدلې چې خلک يې د هندوستان او ترکیې د ډرامو او سریالونو په مرض اخته کړي دي او ان تر دې چې زمونږ د افغانستان او پاکستان چینلې يې په پښتو کې ترجمه کوي او خلک پرې له د پوډرو عادتیږي. چې هماغه ناوړه کلتور ښايي

زۀ دا نه وايم چې ټول فلمونه دا رنګ بد اثرات لري، دا يو حقيقت دے چې ټول داسې نه دي د دې فلمونو ښه اثرات هم شته خو عاقل کس هغه دے چې داسې کار وکړي چې ګټه يې له تاوانه زياته وي که خدای باران راليږي نو هغه ته د تيرو او راتلونکيو زمانو پته ده که څه هم دا باران اوس سيلاب جوړ شي او تاوان وړي خو په ټول کښې يې ګټه زياته ده نو ځکه يې هغه حکيم ذات له اسمانه نازوي، انسان هم بايد داسې کلتور وړاندې کړي چې لږ تر لږه ګټه يې له نقصانه زياته وي.

نو دا هغه اثرات دي، چې له نورو ډېرو عواملو سره، د پښتو فلمونه يې زمونږ په کلتور او ټولنه اچوي راځئ چې وګورو مونږ د دې کلتوري يرغل په مقابله کښې څه کولے شو.

 

مونږ بايد څه وکړو

هغه څه چې مونږ يې د دې فلمونو او کلتوري یرغل په مقابله کښې کولې شو هغه د هر يو کس چې په کوم مقام کښې دے په هماغه مقام کښې د هغوي خپله ذمه واري ده، لکه د دکاندار دې په خپله سوچ وکړي چې تر کوم حده په دې جرم کښې شريک دے او تر کوم حده په دې طريقه خپل کلتور او پښتونولي له لاسه ورکوي، کوم څيزونه چې په دکانونو کښې خرڅيږي د هغه څيزونو زمونږ د خويند لوڼو په بې حجابۍ او بې لارۍ کښې څومره لاس دے که يو دکاندار په دې نيت سيګريټ خرڅوي چې هيڅکله به ورباندې د دۀ بچي نه اخته کيږي نوداسې نه ده بلکه کله چې اور ولګي نو وچو سره لامده هم سوزي او د اور لګوونکي لمن هيڅکله له اوره محفوظه نه پاتې کيږي.

همدارنګ يو افسر او شته من کس بايد وګوري چې د هغوي فيشن او د هغوي د خويندو لوڼو فيشن تر کومه حده د لويديځو هيوادونو نمايندګي کوي او نور خلک هم په دې طريقه دې غلطو رسمونو ته رابلي. زۀ به څو ساده او ډېر روښانه مثالونه درکړم، لکه د ټايي اچول يو رسم شوے دے او شته من خلک او حتی هغه ماشومان چې پرائيويټ سکولونو کښې سبق وايي ټايانې اچوي او د سکول له خوا ورباندې لازمې وي، که مونږ دې ته په ځير نظر سره وګورو دا د څه نښه وه او اوس ترې څه جوړ شو، دا هماغه سلیب چې د ګل په شکل و او شکلونه يې بدلیدل چې تر دې حده راورسید او اوس مونږ د فیرنګیانو په لارویۍ کې د خپلو جامو برخه ګرځولې ده. او احساس يې هم نه کوو. همدارنګ د سلیب غاړه کۍ یا هار یا امیل چې په بیلا بیلو سیمو کې ځینې له خدای بې خبره مسلمانان دکانداران يې خرڅوي او ځینې يې استعمالوي.

همدارنګ هغه خویندې روڼه چې دا فلمونه ډیر شوق سره خپلو کورونو ته راوړي او بچو سره یوځای يې ګوري باید مخه يې ونیسي ګني دا فکر دې وکړي چې نن هغه د پردۍ لور خور د عزت ننداره کوي نو مطمئن دې وسي چې سبا به يې خپله لور خور په همدې مرض اخته کیږي. او داسې نه ده چې هم يې ګورې هم يې کور ته راوړې او هم دا تمه لرې چې زما لور خور به له دې مرضه په امان وي.