د امام رضا عليه السلام زوکړه او د نوي صدر انتخاب

د امام رضا عليه السلام زوکړه مو مباک شه

د امام رضا عليه السلام د زوکړې په مناسبت په يوولسم ذيلقعدې يو پروګرام تر سره شو چې د قوم ټولو ملګرو پکښې ګډون وکړ په دې پروګرام کښې د نوي صدر او کابينې لپاره وټونه وشو چې پکښې حجت الاسلام والمسلمين حبيب حسين جعفري صيب د قوم صدر جوړ شو او زوړ صدر ښاغلې افتاب علي صيب خپل ګزارش وړاندې کړ.

د حضرت امام صادق عليه السلام شهادت

د حضرت امام صادق(ع) د شهادت په مناسبت د قوم پروګرام

د حضرت امام صادق(ع) د شهادت ټولو وروڼو ته تسليت وايو په همدې سلسله کښې او  د سيد جواد جعفري د پلار د وفات په سلسله کښې سبا د خالي په ورځ 3 بجې ماځيګير په خامنه اي خوابګاه کښې ماتم دی ټولو وروڼو ته بلنه ورکوو چې پکښې ګډون وکړئ