««د سردار قاسم سلیمانی ژوند لیک»»

قاسم سلیمانی د اسفند د میاشتې په شلمه نیټه په کال ۱۳۳۵ کښې د کرمان په یو لری کلي قنات ملک کښې وزیږید. د دولسو کالو په عمر کښې چې لومړۍ زده کړې يې ختمې شوې نو خپل د زوکړی ځای يې پریښود او په کرمان کښې په ګلکارۍ بوخت شو.

کله چې عراق په ایران حمله وکړه هغه جنګ ته لاړ او څه وخت وروسته د خپلو ښاروالو تر بسیجیانو مشر شو او بیا يې د بسیجیانو یو لښکر جوړ کړ چې په ۴۱ ثار الله لښکر په نامه مشهور شو.

هغه د ایران او عراق په جنګ کښې خپل لښکر سره په ډېرو بریدونو کښې لکه والفجر ۸، کربلای ۴، کربلای ۵ او د شلمچې په برید کښې وجنګید.

ادامه نوشته

د قرآن مجید له نظره شاعران

لیکوال: ډاکټر محمدرحیم درانی

د شاعرانو په هکله بیلا بیلې نظریې شتون لري، په ټول کښې دا ویلی شو چې ځینې يې ښه ګڼي او ځینې يې بد. په دې لنډې لیکنې کښې دا هڅه شوې ده چې د قرآن مجید لره نظره او د هغې د تفسیر له نظره شاعرانو ته پام وکړو. دا لیک تر اخره ولولئ چې د شاعرۍ جواز او څرنګوالې یې درته څرګند شي. قرآن مجید په دې باب د سوره شعرا په آخرني څلور آیتونو کښې فرمایی:

 

ادامه نوشته