د قرآن مجید له نظره شاعران

لیکوال: ډاکټر محمدرحیم درانی

د شاعرانو په هکله بیلا بیلې نظریې شتون لري، په ټول کښې دا ویلی شو چې ځینې يې ښه ګڼي او ځینې يې بد. په دې لنډې لیکنې کښې دا هڅه شوې ده چې د قرآن مجید لره نظره او د هغې د تفسیر له نظره شاعرانو ته پام وکړو. دا لیک تر اخره ولولئ چې د شاعرۍ جواز او څرنګوالې یې درته څرګند شي. قرآن مجید په دې باب د سوره شعرا په آخرني څلور آیتونو کښې فرمایی:

 

بسم الله الرحمن الرحیم

وَالشُّعَرَاءُ يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ﴿۲۲۴﴾
د شاعرانو پيروي ګمراهان کوي (نو ځکه پيغمبر شاعر نه دے).

 

أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ﴿۲۲۵﴾

آيا تا نه دي ليدلي چې هغوي په هرې وادۍ (ناو) کښې لالهانده دي.

 

وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ ﴿۲۲۶﴾

بيشکه چې دوي هغه څه وايي چې نه يې کوي.

 

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ ﴿۲۲۷﴾

مګر هغه کسان چې ايمان يې راوړےدے اونيک عملونه يې کړي دي اوخدای يې ډېر ياد کړے دے او کله چې ورباندې تېرے شوے نو مرسته يې غوښتې ده او کومو کسانو چې ظلم کړے دے ډېر زر به پوه شي چې د بيرته ورتلو کوم ځای ته به بيرته لاړشي.

 

په دې آیتونو کښې د بدو شاعرانو او ښو شاعرانو صفتونه بیان شوي دي. فرمایي چې د شاعرانو پیروني ګمراهان کوي ځکه چې دوه صفتونه لري، یعنی دا دوه بد شاعران دي چې ګمراهان ورپسې کیږي، هغه دوه صفتونه دا دي: اول دا چې دوي په هره وادۍ کښې لالهانده دي، یعنی بې یقینه دي او خبرې يې مزبوت بنسټ او بنیاد نه لري، بې هدفه او بې مقصده شاعري کوي. یو شعری يې په یو ځای کښې وي بل يې په بل ځای کښې لکه زما هغه شعر دی:

یو سر يې پيښور کښې دی او بل يې په کابل دی

حېران یم ورته ګورم وروره دا څنګه غزل دی

نو کوم شاعران چې دا صفت ولري هغه د قرآن له نظره صحیح نه دي زمونږ پيغمبر(ص) مونږ ته د ژوند یوه لاره او طریقه ښودلې ده او د ژوند یو هدف او غرض يې راته ښودلی دی چې هغه د الله تعالی رضا ده، شاعر باید په شعر کښې اول د الله رضا مخې ته کیږدي او له دې وروسته بیا نور غرضونه.

 

د بدو شاعرانو دویم صفت دا دی چې وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ  دوي هغه څه وايي چې په کوم په خپله عمل نه کوي، لکه شاعر وايي:

 

علم وکړه چې عمل ورباندې نه کړه

لکه خره باندې چې بار کړې کتابونه

 

نو هغه شاعران چې په خپلو خبرو عمل نه کوي د هغوي خبرې بې ارزښته دي او قرآن مجید مونږ د داسې شاعرۍ نه منعې کړي یو دې په اپوټه پيغمبر(ص) به هغه څه ویل چې خپله يې به يې وباندې عمل کاوه،

د دې آیتونو د شان نزول په هکله راغلي دي چې دا آیتونه د هغه شاعرانو په هکله وو چې د فقهې علم يې د دین لپاره نه وې کړې یا يې فقهه په ژوره توګه نه وي زده کړې چې هم په خپله ګمراه دي او هم نور کسان ګمراه کوي، او همدارنګ هغه کیسې ویونکي کسان چې خلک ګمراه کوي.

تفسیر بیضاوي کښې راغلي دي چې په هغه زمانه کښې به شاعرانو یوازې ښځې او د هغوي ښایست ستایه، بیهوده خیالات او کیسې به یې لیکلې نو له همدې سببه دغه آیتونه نازل شول. د حکیم او شاعر تر مینځ فرق دا و چې حکیم اول معنې ته سوچ کوي بیا خبره کوي او شاعر اول قالب ته سوچ کوي بیا شعر لیکي خو که یو کس معنې ته سوچ وکړي د الله رضا په کښې ولټوي او بیا شعر ولیکي نو دا ښه شاعري دي.

 

اوس له دې شاعرانو کوم کسان بیل شوي او ښه ګڼل شوي دي هغه ګورو چې الله تعالی فرمايي: إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا... مګر هغه کسان چې دا صفتونه ولري،

  1. آمَنُوا... ایمان یې راوړی دی
  2. وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ نیک عمل یې کړی دی
  3. وَذَكَرُوا اللَّهَ كَثِيرًا د الله تعالی ډېر ذکر یې کړی دی (الله تعالی په هر ګړۍ کښې یاد ساتي)
  4. وَانْتَصَرُوا مِنْ بَعْدِ مَا ظُلِمُوا او کله چې ورباندې تېرے شوے نو مرسته يې غوښتې ده (یعنی هم په خپله د مظلوم مرسته کوي او د شعر په ژبه د مظلوم مرسته له نورو غواړي)
  5. وَسَيَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنْقَلَبٍ يَنْقَلِبُونَ  او کومو کسانو چې ظلم کړے دے ډېر زر به پوه شي چې د بيرته ورتلو کوم ځای ته به بيرته لاړشي.

 

مطلب دا چې که دغه څلور صفتونه ولري نو هغه شاعران ښه دي او له هغه کسانو جدا دي چې کومو ته په قرآن مجید کښې بد ویلي شوي دي.

په تفسیر کښې يې داسې لیکلي دي چې هغه شاعران د شعر په توره سره د مظلوم مرسته وکړي. یعنی شعر د یو وسلې په شان یاد شوی دی چې وسلې سره باید د اسلام دفاع وشي، د مظلوم مرسته وشي، د قوم د او د ملت د ترقۍ او پرمختږ کارونه ورسره وشي. خو دا کارونه هله کیدی شي چې یو کس دغه صفتونه ولري. یعنی ایمان ولري او صرف د خولې ایمان نه وي بلکې عملوا الصالحات، یعنی نیک عمل هم ورسره وي څه چې په خولې وايي عمل هم ورباندې وکړي. او کوم ځاي کښې چې د مظلوم د مرستې ضرورت وي مظلوم سره مرسته وکړي. که دا کار ونه کړي نو د قرآن له نظره دا شاعري پیدا نه لري.

د یو شاعر لپاره د ظالم او مظلوم پيژندګلو ډېره مهمه ده او باید خپلو شعرونو سره د مظلوم مدد وکړي.

 

په دې هیله چې قدرمن شاعران به هدفمنده او مقصدي شاعري وکړي.