ټوله اسلامي نړۍ له حسیني عاشورا سره په یووخت په ویر او ماتم کښې ډوبه ده او داهل بیت مینه وال او ولایت مداره خلک دحضرت امام حسین علیه السلام او دهغه دوفاداره ملګروپه غم کښې ماتم کوي . ایرنا خبري اژانس وايي له حسیني عاشورا سره په یوو خت دایران، پاکستان، افغانستان، هندوستان عراق، لبنان، او داسې نوورو اسلامي او غير اسلامي هيوادونو کښې په بیلابیلو سیمو او ښارونو کښې ګڼ شمیر خلکو د ویر دستورې وکړې او دشهیدانو دسالار حضرت امام حسین علیه السلام په غم کښې یې ټټر ووهل او ماتمونه يې وکړل . نن سبا په اسلامي نړۍ  کښې اکثره سیمې په تورو پردو پوښل شوي دي او له هر ځاې څخه د یاحسین او یا ابوالفضل غږونه پورته کیږي اوخلک په جوماتونو او امامباړو کښې د ویر دستورې کوي . له نن سهار څخه د ماتم کونکو دستې سړکونو ته راوتلي دي او له امام حسین علیه السلام سره خپل ارادت نندارې ته وړاندې کوي . داسلامي ایران پلازمینه تهران هم په حسیني عاشورا کښې په ویره او ماتم کښې ډوبه ده او په تهران کښې هر ځاې دشهیدانو دسالار دویر او ماتم دستورې دخلکو په ډیر شتون سره دتر سره کیدا په حال کښې دي چې اوس پاې ته رسیدونکي دي .