د پاکستان په شمال لویدیځ، خییبرپښتونخوا صوبې په مرکز کې د چاودنې له امله یو کس ووژل شو.

زموږ د خبریال د رپوټ له مخې دغه بمي چاودنه نن له غرمې مخکې د پېښور د هشنغرۍ سیمې په بازار کې رامنځ ته شوې چې له امله یې یوکس وژل شوی او ۴ نور ټپيان دي.

تر اوسه پورې ددې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.