د ایران د بهرنیو چارو وزیر د اتومي انرژۍ له نړیوال آژانس سره له موافقې هر کلی وکړ
هغه وویل دا موافقه له پنځه جمع یو ډلې سره په موافقه کې هم د پام وړ ارزښت لري ځکه د ایران د اتومي سایټونو څارل د آژانس کار دی او هغوی په دې اړه راپور ورکوي .
پرون د اتومي انرژۍ د نړیوال آژانس مشر یوکیا آمانو تهران ته راغی او په ۶ بندونو کې ېې د ایران له اسلامي جمهوریت سره یوه موافقه لاسلیک کړه .
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له پنځه جمع یو ډلې سره د موافقې په اړه وویل تر اوسه د دواړو خواوو او په خپله د پنځه جمع یو ډلې په منځ کې اختلافونه شته او که داسې نه وی د ایران اتومي موضوع به لس کاله وخت نه نیوی.
هغه پر سیمه د ایران او لودیځ د ملګرتیا د اغیزې په اړه وویل موږ داسې یوه طرحه وړاندې کړې چې په پرې د ایران د ګاونډيانو اندیښنې لرې کیږي او عراق ته د هغه سفر ښيي چې سیمه د ایران په بهرني سیاست کې اولیت لري .
د ظریف په وینا د صهیونیسټي رژيم او په امریکا کې د هغوی ملګري له بحران سره مخ شوي ځکه چې هغی نه غواړي د سیمې ستونځې هوارې شي
هغه د ایران په وړاندې د امریکا بندیزونه یو اړخیز او له نړیوالو موازینو سره په ټکر کې وبلل
جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا پاکستان د ټلیفون شمیرې 09190490893 همراه اول 09394057122ایرانسل ایمیل pashtoqom@gmail.com