له هنري مسولینو سره داسلامي ا نقلاب دسترمشرکتنه
| له هنري مسولینو سره داسلامي ا نقلاب دسترمشرکتنه | |
|
| Monday, 10 May 2010 | |
| داسلامي ا نقلاب سترمشر اسلامي انقلاب او سپیڅلې دفاع نه ختمیدونکې پانګه او سترې وړتیاوې وبللې چې باید ترې په نړۍ کې د دیني ارزښتونو او کلتور او د اسلامي انقلاب د پراختیا لپاره زیاته استفاده وشي . حضرت آيت ا.. العظمی خامنه اي نن د اسلامي تبلیغاتو دموسسې دهنري حوزې له یو شمیر مسولینو او د دا په نامه د کتاب له خپرونکو او کارکونکوسره په کتنې کې پر سپیڅلې دفاع په ټینګار سره چې سپیڅلې دفاع ،ټولنې ته د اسلامي انقلاب او دیني سچه معرفت د انتقال او دهیواد د ادبیاتو د لوړاوي لپاره ارزښتمنه وړتیا ده زیاته کړه،دا په نامه کتاب چې انصافا ډير ښه او دنړۍ په سطح د مطرح کولو وړ دی ،د تپلي جنګ د پيښو دیوې وړې برخې په اړه دی. هغوي وویل، له پيښو د خلکو د شننې دقدرت ،پوهې او تجربې لوړاوی،او د کلتور د پراختیا اووده ، دداسې کتابونو د خپرولو له لارې امکان لري . هغوي اسلامي ا نقلاب او درامنځته کیدا ،او له هغه وروسته پیښې او د نړیوالو سترو ستونزو په مقابل کې دایران دملت دیرش کلن مقاومت او سرلوړي ،ملتونو ته ستره او کلتور جوړونکې موضوع وبلله . هغوي په دوام کې ، له اسلامي انقلابه وړاندې اووروسته د هدفمنداو دروغجنې تاریخ جوړونې ته په اشارې سره ټینګار وکړ،باید داسلامي انقلاب د سم او حقیقي تاریخ د لیکلو په ا ړه جدي کار وشي او پخواني غفلتونه جبران شي . |
+ نوشته شده در دوشنبه ۱۳۸۹/۰۲/۲۰ ساعت 23:49 توسط جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا
|


جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا پاکستان د ټلیفون شمیرې 09190490893 همراه اول 09394057122ایرانسل ایمیل pashtoqom@gmail.com