اسلامي جمهوریت د سلطې نظام د نابودۍ غوښتونکی دی.
| اسلامي جمهوریت د سلطې نظام د نابودۍ غوښتونکی دی. |
![]() حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي نن د دایران د لوړو روزنیزو مرکزونو او علمي پوهنتونونو د پلاویو له بسیجي غړیو سره په کتنې کې د اسلامي خوځښت په مقابل کې چې بیلګه یې اسلامي جمهوري نظام دی،د استکباري نظام د لالهاندۍ او د هغه د انفعالي دریځ په بیانولو سره چې د اسلامي ایران ظهور او شتون ، د سلطې نظام لپاره د اوسنیو ستونزو اصلي عامل وباله. هغوي استکباري نظام ، په بندون ګیر وباله او وې فرمایل،هغه کمربند چې استکباري نظام د نړی په مسلو په تیره د منځني ختیځ د حساسې سیمې ګیر چاپیر ایستلی ،شلیدلی او نړیوالو ته دهغوي د پخوانیو تبلیغاتو چل ولونه روښانه شوي دي . هغوي له صهیونست رژيم امریکا څخه د نړیوالې غصې او کرکې زیاتیدا ته په اشارې سره ټینګار وکړ،اوس حتی د امریکا په ټولنې کې ،دصهیونستي لابۍ له قدرتمن شتونه ژوره غصه د پراختیا په حال کې ده،او دامریکا خلکو ته د دغه هیواد درژيم له ډیرو سختو شرایطو سره ،د دې غصې نښې روښانه شوي دي . هغوي زیاته کړه،له اسلامي نظام سره دهغوي دښمني له همدې کبله ده خو د پریکړه لیک د صادرولو لپاره لالهانده اقدامات،او د بندیزونو غیر حقیقي ستر ښودل،او ورسته هم پوځي ګواښ،ټول ، په اسلامي نړۍ کې له پریکنده او ستر خوځښت سره په ټکر کې د استکباري نظام د انفعال ښودنه کوي. هغوي همداراز استکبار ځپنه، په نړۍ کې د کفر د خوځښت په مقابل کې پریکنده مقاومت، او د دین ا و انقلاب له دښمنانو سره روښانه کرښه معلومول،داسلامي ایران د نظام اصلي ځانګړنې وبللې،او وې فرمایل،که څوک د دین اوانقلاب له دښمنانو سره روښانه سرحد او کرښه معلومه نکړي،خپل قدر کموي ،او که هغوي ته ګروهنه پیدا کړي،د نظام له کړۍ ایستل کیږي. |
+ نوشته شده در چهارشنبه ۱۳۸۹/۰۴/۰۲ ساعت 22:9 توسط جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا
|

جامعه روحانيت خیبر پښتونخوا پاکستان د ټلیفون شمیرې 09190490893 همراه اول 09394057122ایرانسل ایمیل pashtoqom@gmail.com